Post Image

د کب نهمه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ده. دا ورځ په ټول هېواد کې لمانځل کېږي او خلک د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو درنښت پرځای کوي، له هغوی څخه خپل غوڅ ملاتړ څرګندوي.  دا د هڅونې او ملاتړ ښه لاره ده، چې په سنګر کې پرتو سرتېرو ته د هغوی د خدمت بدله ورکړل شي.

د سرتېري د ملي ورځې د لمانځنې اصلي منطق او فلسفه دا ده، چې ټولې دولتي او نا دولتي ادارې، بنسټونه، سیاستوال، مدني فعالان، خبریالان، قومي مشران، دیني عالمان، ځوانان او نور له سرتېریو خپله ننګه او ملاتړ څرګند کړي، هغوی ته دا پیغام ورسوي چې ټول ملت ورسره ولاړ دی، دا تر ټولو لويه خبره ده، چې ولس د ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او ځانونه د هغوی د احسانونو او قربانيو پوروړی ګڼي.

د افغانستان د وسله وال پوځ سرتېري او افسران په خورا سختو شرایطو کې د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ دفاع کوي. دوی خپلې ککرۍ د خلکو په دفاع کې نذرانه کوي، نو دا يې په ولس حق دی چې درناوی يې وکړي او په حکومت يې پور دی، چې دوی او د دوی کورنيو ته رسيدګي وکړي.

سږ کال د امنيتي او دفاعي ځواکونو دا ملي ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو يو سخت او ويجاړوونکی کال تر شا پرېښود. له يوه لوري د کرونا ويروس ياغي څپه له بل لوري په ګڼو ولايتونو او ولسواليو د اورپکو هجوم، چيريکي جګړه او بريدونو شدت هغه څه و، چې د افغانستان لپاره اندېښمنوونکي او سر خوږی و، خو له دې ټولو سره سره د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو مېړانه د حساب وړ بلل کېږي، چې په پوره عزمت او اتلولۍ سره يې له وطن او خاورې څخه ساتنه وکړه، قربانۍ يې ورکړې او وطن يې وساتلو.

د ملي دفاع وزارت وروستي مالومات ښيي، د تېر یو کال پر مهال د هېواد په ډېری سیمو کې ۱۸ زره طالبان ووژل شول،۱۰ زره ټپیان شول او ۲۹۵۹ يې د ملي اردو ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

طالبانو او د افغانستان دښمنانو په‌خپل ټول توان سره له خورا وحشتناکو تاکتيکونو استفاده وکړه، جګړې ته يې زور ورکړ، له داسې لارو چارو يې کار واخيست، ترڅو افغانستان (فتح) کړي، ددې وروستيو تهاجمي بريدونو ښه بېلګه يې کندهار او هلمند يادولای شو، خو د امنیتي ځواکونه لوړ عظم په پوره بریا او مېړانې طالبانو او د افغانستان دښمن ته دا مجال ور نه کړ، چې حکومت ته سقوط ورکړي، په څو برخو به يې ووېشي او یا هم په ډېرو سیمو ولکه خپله کړي، نو ځکه خو دوی ناکام شول او د افغانستان د لاندې کولو هيلې يې په اوبو لاهو شوې.

مالومات ښيي، تېر کال د هېواد په اوو ولایتونو او ۱۳۲ ولسوالیو کې طالبانو ډله‌ییز بریدونه وکړل او غوښتل یې چې یادې ولسوالۍ سقوط کړي.

ددې جګړې د غښتلي کولو لپاره د افغانستان اصلي او ازلي دښمن اورپکي په شا ټپول چې دا ميدان وګټي، که په دې ازموينه کې بريالي شي، ګويا چې دوی نور ګټونکي شوي، خو داسې ونه‌شول، نه يې دا جګړه وګټله او نه یې هم هغه خوب په واقعيت بدل شو.

افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه اوس تر ډېره په خپلو پښو ولاړ دي، دې ځواکونو د افغانستان د شېرازې ساتلو مسووليت اخستی او هغوی ته يې هم يوه لويه اندېښنه پيدا کړې، چې يو مهال يې افغانستان د ځان باله، د خپلې پنځمې صوبې په نظر يې ورته کتل او يا یې هم ددې خاورې ور بهېدونکې اوبه او شتمنۍ خپلې ګڼلې.

دا لويه خبره ده، چې د نړيوالو له همکارۍ پرته افغان ځواکونه د جګړې لويه برخه په خپله پر مخ وړي، د مالوماتو له مخې افغان ځواکونه ۹۷ سلنه عملیات خپله پلانوي او عملي کوي، دا هغه څه دي، چې تر دې وړاندې  په دې برخه کې د نړيوالو همکاري وه، خو اوس ورو په ورو هرڅه په خپل مالکيت تر سره کوي، همدا لامل دی، چې د مرګ ژوبلې کچه هم راښکته شوې ده.

افغان امنيتي ځواکونه له ډېرو اړخونو په خپلو پښو ولاړ دي، په هېوادنۍ روحيه روزل شوي، له وطن سره بلا مينه لري، د خاورې ساتنه د ناموس ساتنه ګڼي.

د تجهيزاتو په برخه کې هم تر ډېره بريده د پام وړ بدلون محسوس شوی، خو اساسي ستونزه دا ده، چې په لويه کې يې ځينې کړۍ چې د افغانستان ابادي او په پښو درېدل نه غواړي، هغوی د دې ليکو پر وړاندې خنډ دي. د جګړې  په رهبرۍ کې ځينې نيمګړتياوې او ستونزې شته او له دې ټولو لويه هغه يې فساد دی، چې له افغان ساتونکو قرباني اخلي.

ددې برخې لاپياوړي کول بايد د افغانستان په لومړيتوبونو کې حساب شي، له هرې برخې ورته زياته پاملرنه وشي، امکانات ورته برابر شي، د قربانيو قدرونه يې وشي او په دې برخه کې د هغه فساد رېښې وچې او له منځه لاړې شي، چې ملي پوځ لپاره په سر خوږي بدل شوی. که د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو او رهبرۍ کې د فساد مخه ونيول شي، د خلکو او ولس باور به نور هم پرې غښتلی شي.

ددې ترڅنګ افغان ځواکونه بايد په نړيوالو معيارونو برابر وروزل شي، په وسلو او تجهيزاتو سمبال شي، ځکه چې د افغانستان بقا له همدوی سره تړلې او د افغانستان د ساتنې مسووليت ور تر غاړه دی.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب