Post Image

د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې يونېسکو د ژبو د ژوندي ساتلو لپاره د فبرورۍ ۲۱مه نېټه ځانګړې کړې، دا ورځ هرکال لمانځل کېږي، ترڅو ځينې وړې ژبې له پامه ونه غورځي، اقليتونه ورک نه شي، تاريخونه او کلتورونه بې صاحبه نه‌شي.

د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه د ملګرو ملتونو له لوري د ۱۹۹۹ کال په یونیسکو کنفرانس کې ونومول شوه، چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې لمانځل کېږي.

مورنۍ ژبه هغه ژبه ده، چې انسان په لومړنیو ورځو شپو کې پرې خبرې کوي او د خپلو خیالاتو ښکارندويي پرې کوي، د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړلي څه يې په ذهن کې حک کوي.

که څه هم لويې ژبې ساتل کېږي، وده کوي، د بډاينې لپاره يې کار روان وي، خو وړې ژبې بيا د نه پاملرنې له امله له پښو لوېږي او ورو په ورو هرڅه له لاسه ورکوي، ان تر دې چې ملتونه ورسره بې نومه او بې نښانه شي.

څېړنې ښيي په نړۍ کې له ۶۵۰۰ تر ۶۹۰۰ پورې ژبې شته، افغانستان هم ددې لويې خاورنې کرې (نړۍ) يوه برخه دی، چې په‌کې په احتمالي ډول شاوخوا ۳۰ لويې او کوچنۍ ژبې موجودې دي، خو د نه پاملرنې له امله ډېرې يې له ورکې سره هم مخ دي.

ژبه يوازې تش غږونه نه، بلکې د یوې پرګنې، يوه ټبر تاريخ، کلتور او د هغه ټولنیز ژوند په‌کې نغښتل شوی وي، خو کله چې یو ماشوم او يا هم يو وګړی د زده‌کړو په بهیر کې د خپل تاريخ، کلتور او د ژوند له دغه ارزښت څخه بېل شي، نو د ده د ذهن  لويه برخه ويجاړه شي او هغه څه ځينې وتروړل شي، چې بايد د انساني حق په توګه ورته هرڅوک قايل شي. په داسې حالاتو کې د نسلونو ( ماشومانو) له خپلې ژبې بې برخې کول نه یوازې یو بشري استعداد د ځپلو او ويجاړولو ترڅنګ د هغوی ذهن هم خام يا تش پرېښودلو په مانا دی، چې پايله يې په يوه ټبر د بطلان کرښې راکاږلو په مانا بلل کېږي.

دا ډېره ښه خبره ده، چې سړی باید مختلفې ژبې زده کړي، ځکه چې دا د نورو هېوادونو او سيمو له خلکو سره د اړیکو ساتلو لپاره مرسته کوي، د علم په زياتوالي کې رغنده رول لوبوي، خو باید د خپلې پېژنګلوۍ مهم اړخ مورنۍ ژبه هم له ياده ونه ايستل شي، د زده کړې لپاره يې ټولې هڅې وشي.

د ماشومانو د برخې ماهرين په دې باور دي، هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي او په ټوله کې په زده‌کړو کې د نورو ژبو د زده‌کولو ښه وړتيا لري. کله چې مور او پلار له خپلو ماشومانو سره په خپله ژبه خبرې کوي، یا له هغو سره پرې خبرې کوي او ډېر وخت ورسره تېروي، نو د ماشومانو مورنۍ ژبه پخيږي.

په نړۍ کې قامونه په خپل هویت، خپل کلتور او ژبه پېژندل کېږي او یو ماشوم له خپل کلتور سره تړلی پاتې کېږي، له هغې ټولنې څخه چې هغه ژوند کوي، وده کوي، دا يې د ژوند اصل جوړوي.

که موږ هم غواړو چې خپل کلتور او مورنۍ ژبې ژوندۍ وساتو، نو په‌کار ده، چې په خپلو ماشومانو د نورو ژبو ترڅنګ خپلې مورنۍ ژبې هم زده‌کړو، د هغه د ودې او پرمختګ لپاره يې زمينه برابره کړو.

سارتر وايي، پردۍ ژبه تاسې په يوازېتوب کې ازاد سوچ کولو ته نه پرېږدي، تل به ستا د ښکارندويی پر وړاندې خنډ جوړوي:

 کله چې یو ولس په پردۍ ژبې زده‌کړې کوي، نو د وخت له تېرېدو سره یې اندونه، سوچونه او فکرونه د پردۍ ژبې په ټکیو کې داسې ورک شي لکه په شګو کې وینه.

د افغانستان د اساسي قانون په ۱۶مه ماده کې راغلي: د پښتو، دري، ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه‌يي، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له ډلې پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي، خو په هغو سيمو كې چې د خلكو اكثريت له ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه‌يي، نورستاني او يا پاميري ژبو څخه پر يوې خبرې كوي، پر پښتو او دري سربېره هغه ژبه درېیمه رسمي ژبه ده، د تطبيق ډول‌يې د قانون له لارې تنظيمېږي.

د اساسي قانون په ۴۳مه ماده کې راغلي: زدهكړه د افغانستان د ټولو وګړو حق دى، چې د لېسانس تر کچې پورې وړيا د دولت له‌خوا تأمينېږي. دولت مكلف دى، چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده‌كړو د تأمين لپاره اغېزناک پروګرام طرح او تطبيق كړي، د مورنيو ژبو د تدريس لپاره په هغو سيمو كې چې پرې خبرې كېږي لاره هواره كړي.

خو د افغانستان په ښوونيز او پوهنيز سيسټم کې لا هم ګڼې ستونزې او ننګونې شته، په یو شمېر ولایتونو کې لا هم ماشومان په مورنۍ ژبه د زده‌کړې له حقه بې‌برخې دي او نه‌شي کولای، خپل دې حق ته لاس رسی پيدا کړي.

په ټوله کې په افغانستان کې په دې وروستيو دوو لسيزو کې د ژبو برخې ته پام شوی، خصوصي سکټور په دې برخه کې پانګونه کړې، د رسنيو تر څنګ چاپخونې او نشراتي ټولنې رامنځ‌ته شوې، هره اوونۍ او يا هم مياشت کتابونه چاپېږي، ليکوال د ليکنو او ژباړو له لارې د خپلو  ژبو چوپړ کوي، خو په دې برخه کې شوي کارونه لاهم کم دي.

هرڅوک بايد په دې برخه کې خپل رول ولوبوي، کار او فعاليت وکړي، ان حکومت دې ته اړ کړي، چې د مورنيو ژبو د ودې لپاره هر ماشوم ته په خپله ژبه او د زده‌کړو زمينه برابره کړي، دا څه بايد جبري شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب