طالبانو د هلمند له نهو ښوونځیو جنګي مرچلونه جوړ کړي
د هلمند استازي او د دې ولایت په پوهنې ریاست کې یو شمېر سرچینې وایي، وسلهوالو طالبانو د هلمند په ډېریو ولسوالیو کې له ښوونځيو نظامي اډې او د خپلو ټپیانو د درملنې مرکزونه جوړ کړي، چې له کبله یې ۳۵ سلنه زدهکوونکي له زدهکړو بېبرخې شوي دي.
د هلمند پوهنې ریاست سرچینې وایي، طالبان په نادعلي، ناوه او سنګین ولسوالیو کې له ښوونځیو د جنګي مرچلونو ګټه پورته کوي.
د یادې سرچینې په وینا، طالبانو په نادعلي ولسوالۍ کې په لویمانده، ناصلاباد، زرغون کلي او سلیمانخېلو ښوونځيو کې نظامي سنګرونه جوړ کړي دي:
همدار راز په سنګین ولسوالۍ کې یې په کټوزۍ، نسوزۍ، غاړهکۍ او بوستانزۍ ښوونځيو کې د جګړې د مرچلونو او د خپلو ټپیانو لپاره د کلینکونه جوړ کړي دي. په ناوې ولسوالۍ کې د خسرواباد په نوم ښوونځي کې د خپلو اورپکو لپاره کلینک جوړ کړی دی.
د هلمند ځايي اوسېدونکي او مسوولین وایي، له ښوونځيو څخه د طالبانو نظامي استفادې د یادو درېیو ولسوالیو زدهکوونکو ته ګڼ شمېر ستونزې راولاړې کړي دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی غلام ولي افغان هم مني چې طالبان د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له ښوونځیو پوستې جوړې کړي او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.
ښاغلي ولي افغانیې ته وویل، هلمند کې د پوهنې وضعیت ښه نهدی، په ناوه کې ټولټال ۳۲ ښوونځي شته چې د طالبانو د فعالیت له کبله ښايي، یوازې پنځه هغه یې فعاله وي او زدهکړې پهکې وشي:
د سیمې خلکو سره موږ اړیکي لرو. هغوی وایي، چې په دې سیمو کې د پوهنې خدمات صفر دي.
د هلمند پوهنې رییس داوود صفاري هم د یاد ولایت په ولسوالیو کې یادې شوې ستونزې مني او وایي، هغو زدهکوونکو ته چې له ښوونځيو څخه یې اوسمهال نظامي استفاده کېږي، په موقتي ډول په کلیو او کورونو کې ځایونه پیدا کړي دي، څو زدهکړو ته دوام ورکړي.
ښاغلي صفاري افغانیې ته وویل:
ښوونځي مو په یوه ډول فعال ساتلي او ځایونه مو ورته بدل کړي، خو ستونزه بیا دا ده چې په دغو ځانګړو شویو ځایونو کې هومره ظرفیت او امکانات نهشته، څومره چې د دوی په خپلو ښوونځیو کې و.
ښاغلی صفاري وایي، دغه ستونزه یې د بشر حقونو کمېسیون سره شریکه کړې او یاد کمېسیون هم ډاډ ورکړی، چې دغه موضوع به په قطر کې د طالبانو له استازو سره شریک کړي.
د نادعلي اوسېدونکی عبدلغفار سلام افغانیې ته وویل:
زموږ د ماشومانو له ښوونځيو یې ځانو ته امن ځایونه جوړ کړي دي، زموږ کوچنیان د لارې اږدېدو له کبله هغو سیمو ته چې پهکې په موقتي ډول د لیک او لوست مرکزونه فعال شوي نهشي تللی.
عام باور دا دی چې هلمندیانو ته د طالبانو لهخوا ور په برخه شوی تاوان تر هرچا زیات دی. طالبان دې ولایت کې د هر ښوونځي د جوړېدو پر سر ۱۰ سلنه باج غواړي، د نه ورکولو په صورت کې دوی د ښوونځيو جوړېدو ته اجازه نه ورکوي. دوی د ښوونځيو او کلینکونو د جوړولو پروژو کې خپل کسان ګوماري، که هغه ملا وي یا هر څوک، له دوی پرته بل څوک کار نهشي کولای.
د پوهنې رییس ښاغلي صفاري په وینا، طالبان ټینګار کوي، چې د دوی پورې اړوند ملایان او کسان باید د ښوونکو په توګه وګومارل شي، حال دا چې ډېری هغوی یې په معیارونو برابر نهدي.
دی وایي، یوازې په هغه صورت کې د دوی لهخوا معرفي شوي کسان د ښوونکو په توګه ګومارلی شي، چې له ازموینې بریالي ووځي.