پښتونخوا
-
د عوامي نېشنل ګوند د انجمن اصلاح الافاغنه سل کلن جشن نمانځي او ترڅنګ یې د باچا خان اوونۍ په نوم د جنوري د ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۶ مې نېټې پورې غونډې کوي.د دې ګوند د اطلاعاتو مسوول رسنیو ته ویلي، د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن رسمي پرانسته د جنورۍ په ۲۰مه په پېښور کې په باچا خان..
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې وړانګه لوڼۍ وایي، د ژوب ضلعې پولیسو د بلوچستان د حکومت په امر د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ کمیټۍ غړې او د واک تحریک مشره ثنا اعجاز په ژوب کې د یوه کتابتون له پرانستې څخه منع کړې او هغې ته یې له دې ځایه د وتلو امر کړی دی.اغلې لوڼۍ ویلي، له ژوب څخه د ثنا..
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي، پاکستانی ریاست زموږ د ملګرو په نیولو او ظلم سره نهشي کولای د حق ناره پټه کړي او تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، چې پر پښتنو ظلم پای ته نه وي رسېدلی او حق یې نه یي ورکړل شوی.د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، تېره..
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وایي، په افغانستان کې د مدني فعالانو، خبریالانو او سیاستوالو پلان شوې هدفي وژنې د افغان حکومت د کمزوري کولو لپاره کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال غړي علي وزیر کورنۍ وایي، داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې په زندان کې د علي وزیر ژوند په خطر کې دی.د علي وزیر ورور ملک رحمتالله د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له مشر غوښتي، چې د علي وزیر د سلامتیا ضمانت دې ورکړي.په ورته مهال د علي..
د پښتون ژوغورنې غورځنګ غړي وایي، تېر ماښام د یاد غورځنګ بل غړی نورالله ترین هغه مهال کراچۍ کې پولیسو نیولی، چې د علي وزیر د را خوشې کېدو په تړاو لاریون روان و.له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر پېښور کې نیول شوی و، چې اوس یې پولیس کراچۍ ته د انتقال خبره کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی علي وزیر وړمه ورځ د پاکستاني پولیسو لهخوا په پېښور کې ونیول شو، د یاد غورځنګ مشرانو د وزیر د نیونې په غبرګون کې د پراخو لاریونونو خبر ورکړی دی.
د کرونا ناروغۍ له پيل وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو پیل په درشل کې یاد غورځنګ په تېره یوه میاشت کې درې لویې غونډې کړي، وروستۍ هغه یې د کراچۍ ده، چې پهکې د پاکستان پوځ د پښتنو خلاف په زورزیاتي او وژنو تورن شوی دی.تازه پښتون ژغورنې غورځنګ تېره ورځ په کراچۍ کې لویه ولس..
د پېښور پوهنتون پښتون اکاډمۍ غواړي چې د روانې ډېسمبر میاشتې په وروستیو کې د پښتونخوا ژبپوهانو، ليکوالان او د کوټې ترڅنګ بهرني پوهانو په ګډون د پښتو املا کنفرانس جوړ کړي.د یاد پوهنتون یو استاد ډاکټر ظفرالله بخشالي (وياواې ډیوې) ته ویلي، چې دغه کنفرانس به په انلاین ډول د سکايپ..
راپورونه
د ناکامورا میراث (خدایي خدمتګاران)