روغتيا
-
افغانیې ته رسېدلي مالومات ښيي، طالبانو نورستان کې د باج نه ترلاسه کولو له کبله ۲۳روغتیایي مرکزونه تړلي دي، چې له کبله یې په زرګونه کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي دي.د مالوماتو پر بنسټ، نورستان کې د اهیډ" AHEAD " په نوم یوه داخلي موسسه چې ځایي اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات..
د افغانیې لخوا راټولې شوې شمېرې ښيي، چې يوازې په کابل کې ۱۵۰زره په نشو روږدي کسان په کلني ډول د ۱۸میلیارد او ۹۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت نشهيي توکي استعمالوي.د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د معتادینو شمېر شاوخوا ۱۵۰ زره اټکل کړی او د هر روږدي د نشې منځنۍ کچه يې په ورځني ډول ۳۵..
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چین له افغانستان سره ۴۰۰زره د کرونا ضد واکسین مرسته کوي.د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د عامې روغتیا له سرپرست وزیر وحید مجروح سره په لیدنه کې د دې مرستې خبر ورکړی دی.د شته مالوم..
افغانیې ته رسېدلي مالومات ښيي، د هرات په مرکزي زندان کې د ۳۰۵۳ بندیانو له ډلې ۸۰۰ بندیان په نشو روږدي دي، چې د چارواکو په وینا ډېری دغه کسان دننه په زندان کې روږدي شوي دي.د هرات عامې روغتیا ریاست د نشهیي توکو غوښتنې د کموالي څانګې مشر زمری حصین وایي، په مرکزي زندان کې ۲۶سلنه بند..
مالومات ښیي، چې په هرات کې ۱۰زره مېرمنې او ۲۵۰۰ ماشومان په نشهیي توکو روږدي دي، ډېری معتادې مېرمنې له ګاونډي ايران او ترکمنستان څخه بېرته را ستنې شوې کډوالې دي.د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په ورستیو څو کلنو کې داسې سروې، چې په کره ډول د معتادینو سرشمېر راټول کړي نه د..
د مالیې وزارت مسوولین وایي، ټاکل شوې د کرونا ویروس واکسین تمویل برخه کې نړیوال بانک ۱۱۳ او اسیا پراختیایي بانک۵۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د نړيوال بانک له لوري د ١١٣ ميليونه..
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، ټول خصوصي او حکومتي روغتونونه باید ټپي شوي کسان ثبت، د ټپونو څرنګوالی یې معلوم کړي او په تړاو یې مسوولینو ته خبر ورکړي، که داسې ونهکړي، د جرم شریک بلل کېږي.لومړي مرستیال ویلي، هر خصوصي او حکومتي روغتون چې د ټپيانو او د ټپيانو د پایوازانو..
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د یونیسف په پولیو پروګرام کې د پراخ فساد موجوديت په تایید سره وایي، د نړیوال روغتیا سازمان او یونیسف ادارې له خوا په پولیو برخه کې وړاندې شوي خدمتونه، همدا ډول له افغان حکومت سره ددې پروګرام د کلني راپور نهشريکول حکومت ته د منلو نهدی، چې په تړاو به يې اقد..
د څار اداره وایي، په ۱۳۹۹مالي کال کې۲۳۲ دولتي چارواکي د کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړو شویو پیسو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.د یادې ادارې مسوولین په یوه کنفرانس کې وویل، په نیول شویو کې چې ۲۲۳ د ولایتونو او نهه نور یې د مرکز اړوند دي. د دوی په وینا، تر دې مهاله..
راپورونه
د ناکامورا میراث (خدایي خدمتګاران)