افغانيه د فوق العاده کار او پرمختګ په موخه غواړي نوي او خلاق ځوانان د خپلو همکارانو په توګه ومني. که مو علاقه درلوده او ومو غوښتل د کار زده‌کړې په پروګرام کې راسره ونډه واخلئ، له موږ سره نوي ژورناليستيک ارونه او تجربې زده کړئ، اړیکې راسره ونيسئ او اسناد را واستوئ. موږ په هر حال له تاسې سره اړیکه نیسو او مشترکه مفاهمه کوو. د ژورناليزم او يا هم اړوند پوهنځيو تازه فارغ شوي کسان، يا هم د وروستي کال محصلين کولای شي له موږ سره د کار زده کړې په پروګرام کې برخه واخلي.
مسوولیتونه:
1. د ورځنیو پېښو تعقیب او تحلیل؛
2. له اړوند مسوولینو سره د پېښو او مسایلو په اړه مرکې ترسره کول؛
3. په ټولنیزو رسنيو فعالیت او نظارت؛
4. د ویبپاڼې متواتر تعقیب او تطبیق؛
5. د خبریالۍ، راپورلیکنې او د معیاري ژورنالیزم په کارونې کې ونډه؛
ځانګړتیاوې: 1. د ژورنالیزم او ارتباطاتو له پوهنځیو فارغ وي؛
2. د خبر، راپور او مرکې سره بلدتيا ولري؛
3. پښتو ټايپ‌کولو کې ستونزه ونه‌لري؛
4. له خلکو سره اړيکې ټينګې کړای شي؛
5. له حالاتو مطالعه او درک ولري؛

برېښنالیک: info@afghania.net

موبایل: 0202500806

شمېره د کاري موکې عنوان نور جزییات