Post Image

پغمان د آب و هوا له پلوه د ځمکې پر سر جنت نظیره سیمه ده. شاه امان الله خان چې په همدې سیمې کې زېږېدلی و له دې سیمې سره یې ځانګړې علاقه لرله او د همدې خاصې علاقې له مخې یې په دې سیمه کې له خپلو شخصي پیسو څخه د بالا باغ قصرونه ورغول.  شاه امان الله به خپل کورني او بهرني مېلمانه په همدې سیمې کې عذرول.

بالا باغ په اصل کې د شاه امان الله او یا د افغان دولت غیر رسمي استوګنځای و. دلته له دولتي تشریفاتو پرته د هېواد او سیمې په اړه حساسې خبرې کېدلې، مهم تصامیم نیول کېدل او تر څنګ یې د پغمان د درې له نعمتونو خوند اخیستل کېده.

د بالا باغ د قصرونو معماري د کلاسیکې او مدرنې معمارۍ سنتېز دی. د اټکل له مخې د کلاسیکې ترکي « بابري، سلجوقي او...» معمارۍ سره د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ د اروپا د باروک معماري یو ځای شوې او دا ښکلي قصرونه ترې جوړ شوي.

عکس اخیستونکی: عدنان عدنان



شریک کړۍ